The news is by your side.

د امريکا سولې انستیتوت د طالبانو پر حکومت د ټي ټي پي د ملاتړ تور لګولی

د امريکا متحده ايالتونو د سولې انسټیټیوټ په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګولی چې د ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان ملاتړ کوي.

د سولې انسټیټیوټ په يو تازه راپور کې ويلي امکان نه لري چې د افغانستان طالبان دې د پاکستاني طالبانو له ملاتړ لاس په سر شي.

په راپور کې يې لامل د پاکستان اقتصادي ستونزې ښودل شوي چې طالبان فکر کوي د پاکستان اقتصادي ستونزې دا نه ايجابوي چې پاکستان دې د ټي ټي پي پر ضد پراخ عمليات وکړي.

د امريکا د سولې انسټیټیوټ په راپور کې د ټي ټي پي په زياتېدونکي بالقوه ګواښ د بدلېدو خبره شوې او ويل شوي چې طالبان لا هم د ټي ټي پي د ملاتړ د دوام اراده لري.

د امريکا او پاکستان په شمول د نړيوالو دا هغه ادعاوې دي چې د طالبانو له لوري په بار بار رد شوي او ويلي يې دي چې هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان يا بل هېواد پر صد وکارول شي.

Comments are closed.

koi finance