The news is by your side.

د پاکستان دفاع وزير او ای اېس ای مشر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلي؛ طالبان ورته ښه راغلاست وايي

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف او د ای اېس ای د مشر په ګډون مل پلاوی نن ماسپښين کابل ته په يو ناڅاپي سفر رارسېدلي او د طالبانو له تود هرکلي سره مخ شوي.

پاکستانی پلاوی به له طالب چارواکو سره په امنيتي مسايلو هم وغږيږي.

په ورته مهال په دې اړه د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په خپل دفتر کې د پاکستان له دفاع وزير او ورسره مل پلاوي سره ليدلي دي.

د دغه رياست د رسمي ټوېټر پاڼې نه ليکل شوي چې په ليدنه کې طالب او پاکستاني لوري د سوداګريزو، سيمه ايز اتصال او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو او سوداګريزو راکړو ورکړو په اړه خبرې شوي دي.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر له پاکستاني لوري سره د سوداګریزو او اقتصادي اړيکو پر پراختيا او ټينګښت تاکيد کړی او غوښتي يې دي چې اقتصادي مسايل بايد د سياسي او امنيتي ستونزو قرباني نه شي.

ملا برادر پاکستاني پلاوي ته د پاکستان په زندانونو کې د بندو افغان کډوالو په اړه يادونه وکړه او غوښتنه يې ترې وکړه چې د تورخم او سپين بولدک په دروازو کې دې مسافرو لپاره امکانات او ناروغانو ته دې سهولتونه رامنځته کړي.

د پاکستان د لوړ پوړي چارواکي په مشرۍ پلاوی داسې مهال کابل ته راځي چې په پاکستان کې په دې وروستيو کې د ټي ټي پي طالبانو له خوا بمي چاودنې، ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې زياتې شوي چې پاکستان د ملامتۍ ګوته افغانستان کې حاکمو طالبانو ته پيسې چې ګواکې په خپله خاوره کې يې ټي ټي پي طالبانو ته ځای ورکړی او له دې ځايه پر دوی بريدونه پلانوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د پېښور په پوليس لاينز سيمې يو جومات کې چاودنه وشوه پاکستان يې ډېر وارخطا کړ او بار بار يې وويل چې په دې اړه به راتلونکي کې کابل ته د افغان طالبانو سره د خبرو لپاره خپل پلاوی ولیږي.

Comments are closed.

koi finance