په سړو سیمو کې ښوونځي او پوهنتونونه پیل شوه؛ خو نجونې لاهم په کور ناستې دي
خبریال وېبپاڼه: په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شو، چې طالبانو په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده کړو منع کړې دي.
که څه هم تمې وې چې په دغه کال کې به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي، خو طالبانو لاهم په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی پیل کړی.
تازه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم له یوې کورنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو کړو ژمنو کومه پایله نه ده ورکړې.
نوموړي ویلي، چې په دې اړه باید د طالبانو د کړو ژمنو په اړه څېړنه وشي.
بل لورته تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکولسن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته ویلي چې د نجونو زده کړې انتخاب نه؛ بلکې په راتلونکي نسل پانګونه ده، چې طالبانو تر اوسه دا کار نه دی کړی.
هغه ویلي وو چې دوی او نړیواله ټولنه د نجونو د زدکړو ملاتړ کوي او له طالبانو غواړي چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو ۱۹ میاشتو راهیسې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولي.
Comments are closed.