The news is by your side.

سرچینه: تالبانو د سرپل ولایت د هزاره ګانو د یوه کلي اوسېدونکي له سیمې وتلو ته اړ کړي

خبریال وېبپاڼه: په سرپل کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې تالبانو د دغه ولایت د هزاره ګانو د یوه کلي اوسېدونکي د ۳۶ میلیونو افغانیو په جریمې سربېره کډه کولو ته اړ کړي دي.

ځايي سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې دا پېښه د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ په پشته اسمیدانو کلي کې شوې ده.

پخوا د پشته اسمیدان کلي د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ اړوند وو.

يوه سيمه ييزه سرچينه چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، خبریال وېبپانې ته وويل چې دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې يو پښتون په دې ولسوالۍ کې سيمه ييزو تالب چارواکو ته مراجعه وکړه او ادعا يې وکړه چې د پشته اسميدان کلی د ده د پلار او د يوه خپلوان ملکيت دى.

هغه ویلي، چې شاوخوا ۵۰ کاله وړاندې یې زما پلار وواژه او دا کلی یې ونیولو.

د سرچينې په وينا، له دې ادعا وروسته د تالبانو محکمې پرېکړه وکړه، چې د پشته اسميدان کلي اوسېدونکي دې دغه پښتون ته ٣٦ ميليونه افغانۍ جريمه ورکړي او له کلي دې ووځي.

د سرپل ولایت یو تن مدني فعال سید احمد بلندي هم په خپله فیسبوک پاڼه یوه پوښتنه لیکلې: «د هزاره ګانو په سختو غرونو کې یوې پښتنې کورنۍ څنګه پلار درلود؟.”

د تالبانو د محکمې له پرېکړې وروسته د پشته اسميدان کلي اوسېدونکي بې وسه او اندېښمن دي، ځکه چې که خپل ټول جايدادونه وپلوري، نو ٣٦ ميليونه افغانۍ به هم ترلاسه نه کړي.

په سیمه کې ځایي اوسېدونکي وایي، چې زورواکو پښتنو د هزاره ګانو کروندې په ټراکټورونو ویجاړې کړې او موږ یې هجرت ته اړ کړې یو.

د سرپل ولایت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې تالبانو د نورو ولایتونو د یو شمېر کلیو اوسېدونکي په بېلابېلو پلمو کډه کولو ته اړ کړي دي.

Comments are closed.

koi finance