د لوی افغانستان سیاسیونو د عارف وزیر وژنه وغندله
خبریال وېب پاڼه/په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي په شهادت د لوی افغانستان ګڼ شمېر سیاسیونو توند غبرګونونه ښودلي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د عارف وزیر افغان په شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې او پر نوموړي باندې برید یې په کلکو ټکو غندلی دی.
عارف وزیر د تېرې جمعې په ورځ د روانې مې میاشتې په دویمه نېټه خپل کور ته څېرمه د پاکستان پلوه (ښو طالبانو) طالب اورپکو تر برید لاندې راغلی ؤ چې د څلور مرمۍ لګېدلی ؤ، چې د سختو او ژورو ټپونو له امله یې تېره ورځ د اسلام آباد په یوه روغتون کې ابدي ژوند ته لبیک ووایه او د تل لپاره له دې نړۍ وکوچېد.
پاکستاني ریاست وخت ناوخت د پښتون ژغورنې غوځنګ پر مشرانو مستقیم او غیر مستقیم بریدونه کوي او غواړي په دې سره د دغې عدم تشدد لارویانو د حق غوښتنې غږ مړاوی کړي، خو دغه غورځنګ ورځ په ورځ غښتلی کېږي او په یوه لویه حماسوي ناره باندې اوړي.
افراسیاب خټک د لوی افغانستان بل مخکښ سیاستوال هم د عارف وزیر افغان شهادت لویه ضایع بللې ده او د پاکستان ترهګر سالار ریاست ته یې ګوت څنډنه کړې ده چې د پښتنو پر وړاندې د ریاست دا ډول کړنې به لویه بیه پرې کړي.
په ورته وخت کې په سیاسي او سولسي چارو کې د ولسمشر غني ستر سلاکار ضیاء الحق امرخېل هم پر وزیر افغان برید غندلی او دا یې د مدني او بشري حق سالارو پر وړاندې د ریاست لخوا د بیان د آزادۍ انفجار بللی دی.
د پښتون ژغورنې غونرځنګ مخکښو غړو او مشرتابه هم د دغه حماسوي ځوان په شهادت را ټول شوي وو او د ریاست پر وړاندې یې د پښتنو کلک دریځ روښانه کړ. ښاغلي منظور پشتین وویل چې دوی به په هېڅکله له خپلې برحقې مبارزې پر شا نه شي او تل به د ریاست پر وړاندې د پښتنو له خاورې نه دفاع کوي.
منظور پشتین وویل چې ریاست موږ په هېڅ حالت کې نه پرېږدي، که چوپ وو، هم مو وژني او که حق غواړو، بیا مو هم وژني. نوموړي زیاته کړه چې موږ د خپل حق سالارۍ فیصله کړې ده او په هېڅ صورت به له خپلو حقونو پر شا نه شو.
تېره ورځ د پنجاب والي هم مکاري وکړه او تور یې پورې کړ چې ګواکې د افغانستان استخبارات غواړي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران ښکار کړي.
د عارف وزیر د وژلو لپاره له لر او بر سربېره نړیوال غبرګونونه هم شوي دي او له پاکستاني ریاست څخه یې د د غې قضیې د بې طرفه څېړلو غوښتنه کړې ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.