اوچا: افغانستان روان کال له ستر او سخت بشري ناورین سره پیل کړی
د ملګرو ملتونو بشردوستانه چارو همغږۍ دفتر (OCHA) داعلان له مخې، افغانستان روان کال له ستر او سخت بشری ناورین سره پیل کړی دی.
اوچا، په یوه راپور کې وویل: «د افغانستان له ۲۸ میلیونه مرستو ته اړو خلکو له ډلې څخه، بشردوستانه مرستو رسولو لپاره ۲۳.۷ میلیونه خلکو ته لومړیتوب ورکړی دی.
د اوچا په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې، ۲۰ میلیونه افغانان له سختې لوږې او ۶ میلیونه له قحطۍ سره مخ دي.
د (اوچا) موندنې ښیې، چې په ۲۰۲۳ کې به ۸۷۵ زره ماشومان د شدیدي خوارځواکۍ او ۲.۳ ملیونه نیمه شدیدي خوارځواکۍ سره مخ شي.
اوچا خبرداری ورکړی، چې که افغانستان د وچکالۍ درېیم کال ته ننوځي، په دغه هېواد کې به د خوارځواکۍ وضعیت، د اوسني وضعیت په پرتله ۲۰ سلنه زیات شي.
د اوچا د ارزونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په سلو کې ۸۰ کورنیو په عایداتو کې کمښت راغلی دی.
په همدې حال کې د بشري سازمانونو په مرسته په ۲۰۲۲ کال کې ۲۶.۱ میلیونه افغانان له قحطۍ ژغورل شوي دي.
Comments are closed.