The news is by your side.

نبیل: په تېر کال کې د ملا هبت الله له خوا له مالیې وزارت څخه ۶۰ میلیارده افغانۍ ایستل شوي

خبریال وېبپاڼه: د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل ادعا کوي چې په تېر کال کې د تالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر د دغې ډلې څه باندې ۶۰ میلیارده افغانۍ له مالیې وزارت څخه ایستل شوي دي.

نبیل په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې دا پیسې د هېواد د ګمرکونو د عوایدو شاوخوا ۵۰ سلنه جوړوي.

هغه زياته کړه: “د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې شاوخوا ٦٠ ميليارده افغانۍ د هبت الله له ادرس څخه په بېلابېلو نومونو د بېلابېلو کسانو له خوا ايستل شوي دي، چې د ګمرک د ټولو عوايدو ٥٠ سلنه جوړوي.”

نبیل دا هم ویلي چې د تالبانو د مالیې د وزیر هدایت الله بدري د استعفا لامل د ملا هبت الله او د هغه د خپلوانو له ادرس څخه د پیسو نا مستقیمه غوښتنه وه.

هغه زیاته کړه: “د ملا ګل اغا وړاندیز دا و چې په راتلونکي کې د حساب ورکولو لپاره ټولې پیسې د بانکي حسابونو له لارې تادیه کړي، خو هیبت الله او خپلوانو یې په نغدو پیسو ټینګار کاوه.”

په پای کې هغه اړ شو چې د تالبانو د مالیې د وزیر په توګه استعفا وکړي.»

د يادونې وړ ده، چې د حوت په ۱۷مه ځينو رسنيو خبر ورکړ، چې د تالبانو د ماليې وزير هدایت الله بدري د دې ډلې له مشر هبت الله اخندزاده سره د اختلاف له امله له خپلې دندې استعفا کړې ده.
هدایت بدري چې د تالبانو په منځ کې د ګل اغا اسحاقزي په نوم مشهور دی، د تالبانو د تحریک بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر ته له نږدې کسانو څخه و.

ښاغلی بدري تر ډېره د تالب جنګیالیو لپاره د مالي سرچینو د راټولولو مسوولیت پرغاړه لري.

Comments are closed.

koi finance