عمران خان: واکمن حکومت له بحران څخه د پاکستان د ژغورلو کوم پلان نه لري
خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د حکومت او د تحریک انصاف ګوند تر منځ له سیاسي کړکېچونو وروسته د دغه ګوند مشر عمران خان ویلي دي، چې واکمن حکومت له اوسني بحران څخه د پاکستان د ژغورلو لپاره کوم پلان نه لري.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، عمران خان دغه څرګندونې د پاکستان په منار چوک کې د تحریک انصاف د پلویانو یوې لویې غونډې ته وکړې.
هغه وویل: “زه ډاډه وایم چې اوسني واکمنان د هیواد د ژغورلو وړتیا او اراده نه لري. که اوس ماته ووایي چې موږ یو پلان لرو، زه خوشحاله یم چې لاړ شم. “مګر زه پوهیږم چې هیڅ پلان نشته.”
په ورته وخت کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر له اوسني بحران څخه د هېواد د ژغورلو لپاره د خپل ګوند لس ماده ییز پلان اعلان کړ.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه غونډه د سختو امنيتي تدابيرو په ترڅ کې جوړه شوې وه او د تحريک انصاف ګوند پلويان د پاکستان منار ته رسېدلي وو، سره له دې چې امنيتي ځواکونو د کانټينرونو په واسطه غونډې ته غځېدلې لارې تړلې وې.
د عمران خان د اوږدې وینا ویډیوګانې ښیي چې هغه د یوې کوټې څخه خپلو پلویانو ته وینا کوي چې ظاهرا د ضد ضرې شیشې پوښل شوي.
د پاکستان په پنجاب ایالت کې د انتخاباتو د ځنډولو د محکمې له حکم وروسته دا د تحریک انصاف ګوند لومړۍ غونډه ده چې د انتخاباتي کمپاین په څېر ښکاري.
Comments are closed.