تالبانو افغان درې ښځينه لاریون کوونکې نیولې
خبریال وېبپاڼه: تېره ورځ یو شمېر افغان مېرمنو د نجونو پرمخ د ښوونځیو بندېدو په غبرګون کې لاریون کړی چې د لاریون ځینې ګډونوالې د تالبانو له لوري نیول شوي دي.
له سیمې یوې سرچینې خبریال ویبپاڼې ته ویلي، چې دا لاریون تېره ورځ پل سوخته سیمې سره ترسره شو، چې د تالبانو له لوري یې مخه ونیول شوه.
د لاریون ګډوانو «زده کړې او تحصیل زموږ حق او تعلیم باید سیاسي نه شي» شعارونه ورکول او له تالبانو یې وغوښتل چې نور د دې حق نه خوري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تالبانو له یادو لاریون کوونکو څخه د روقیې، فاطمې محمدي او زینب هاشمي په نوم درې مېرمنې نیولي، چې لاهم ورسره بندیانې دي.
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر ولرو، خو بریالي نه شو.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر هم له طالبانو غوښتي چې نیول شوې افغان مېرمنې ژر ترژره خوشې کړي.
ریچارډ بنټ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د سوله ییز لاریون مخه نیول ناسم کار دی او افغانانو ته باید د غږ اوچتولو حق ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم هم د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي.
Comments are closed.