The news is by your side.

نیکي هیلي: امریکایي چارواکي له افغانستانه د ځواکونو له ناورین ډکو وتلو ته ځواب نه وایي

خبریال وېبپاڼه: له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن له وروستیو څرګندونو یوه ورځ وروسته، په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیرې له افغانستانه د ځواکونو پر ناورین ډکو وتلو او د بایډن د حکومت لخوا د ځواب په نه ویلو، سختې نیوکې وکړې.

نیکي هیلي په یوه ټویټ کې ویلي، چې په سپینه ماڼۍ او پنټاګون کې هېڅوک له افغانستان څخه د ناورین ډکو وتلو لپاره نه دي ګوښه شوي.

هغې زیاته کړې، هغه کسان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسؤول دي، ځواب یې نه دی ویلی.

هغې د بایډن حکومت ته په اشارې سره وویل: «دا حکومت د شرم سرچینه ده.»

د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس په غونډه کې وویل «له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو پښیمانه نه دی» خو دا هغه موضوع ده چې د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له خوا پرې نیوکې شوې دي.

تر دې مخکې د امریکا کانګرس د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو احضار کړی و.

امریکايي ځواکونه، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، له افغانستانه بشپړ ووتل او طالبان یو ځل بیا پر دغه هېواد واکمن شول، اوس چې له هغه وخته ۱۸ میاشتې تېرې شوي، د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو بې شمېره بندیزونه لګېدلي دي.

Comments are closed.

koi finance