The news is by your side.

ګوتریش: ښځې د جنسیت له خاطره د تاوتریخوالي اصلي قربانیانې دي

خبریال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، ښځې د بحران پر مهال د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي اصلي قربانیانې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا خبرې په یوه ټویټ کې کړې دي.

ګوتریش لیکلي: «د بحران په وخت کې، ښځې او نجونې د ځانګړي زیانونو سره مخ دي، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، جنسي زورونې او ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ کېږي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي دي، چې د جنسیت برابري باید د ټولو هڅو په مرکز کې ځاې ولري چې د بیړنیو پیښو څخه اغیزمن شوي خلکو سره مرسته وکړي.

ګوتریش په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د تحقق لپاره د مبارزې غږ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې او نجونې د زده کړې او کار د حق په ګډون له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي.

Comments are closed.

koi finance