The news is by your side.

په افغانستان کې د نیول شویو دریو اتباعو د برخلیک په اړه د برتانیا د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د دریو برتانوي اتباعو له نیول کیدو وروسته، بریتانوي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هیواد حکومت د دغو دریو اتباعو د برخلیک په اړه له طالبانو سره خبرې اترې کوي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سوئلا براورمن له سکای نیوز سره په خبرو کې له طالبانو سره د حکومت خبرې تایید کړې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، میلس روتلج، کیون کارنویل او یو بل برتانوی وګړی چې په کابل کې د یوه هوټل خاوند دی او تر اوسه یې هویت نه دی معلوم، د روان کال په جنورۍ میاشت کې د طالبانو له خوا په جلا جلا پېښو کې نیول شوی دی.

اغلې براورمن وویل، چې د برتانیې حکومت هڅه کوي چې د خپلو دریو اتباعو چې د طالبانو له خوا نیول شوي دي، ژوند خوندي کړي.

نوموړې زیاته کړې: “که دوی په بهر کې د برتانیا تبعه وي، نو د بریتانیا حکومت به هر هغه څه وکړي، چې د دوی د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو لپاره اړین وي.”

د برتانیا د کابینې دغه غړي دا هم ویلي، چې د دې هېواد هر وګړی چې د نړۍ خطرناکو سیمو ته سفر کوي باید ډیر احتیاط وکړي او د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت سپارښتنې تعقیب کړي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له لوري د درېيو برتانوي اتباعو د نيولو خبر پراخ اغېز کړى، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Comments are closed.

koi finance