The news is by your side.

یوې افغانې جوړې له افغانستان څخه ۱۰۰ یتیم ماشومان استرالیا ته انتقال کړل

خبریال وېبپاڼه: یوې افغانې جوړې سل یتیم ماشومان اسټرالیا له لېږدولي.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسټرالیا په پلازمېنه سیډني کې مېشتې یوې افغانې جوړې په ۱۸ میاشتو کې ۱۰۰ یتیم افغان ماشومان اسټرالیا ته لېږدولي دي.
سي بي ایس راپور ورکړی، چې دغه شمېر افغان یتیمان د اسټرالیا د وکیلې «سارا ډیل» په مرسته په سیډني کې د «نوید سینا او محبوبې روي» په نوم یوې افغانې جوړې را ایستلي دي.
د طالبانو له خوا د افغانستان د نیولو وروسته، دغه ۲۶ کلن افغان ځوان او میرمن یې د هغو یتیمانو او بې سرپرستو ماشومانو د ژغورلو په لټه کې شول، چې د پخواني حکومت له نسکوریدو مخکې په افغانستان کې د دوی ملاتړي وو.
راپور زیاتوي، چې سینا لومړی ماشومان پاکستان ته بوتلل او د پاسپورټونو له چمتو کولو وروسته یې د استرالیا سیډني ته انتقال کړل.
یاد راپور کې د سینا له قوله ویل شوي، چې د دې شمېر ماشومانو د لېږد بهير اتلس مياشتې وخت ونيوه او دا چې هغه د يتيمو ماشومانو ژوند ژغورلی، دا د اسټراليا د کارګرانو او ايتلافي ګوندونو د ښو پوروړی دی.
د پخواني حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په زرګونو افغانان د هغو هېوادونو له خوا کډه شول چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې پوځي حضور درلود.
استرالیا هم یو له دغو هیوادونو څخه دی.

Comments are closed.

koi finance