The news is by your side.

طالبانو ته د سمرقند په ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

خبریال وېبپاڼه: ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشسنبې په ورځ د ازبکستان په پلازمینه سمرقند کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو ناسته وشي.
د روسیې ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، یاده ناسته د اپریل پر دیارلسمه جوړیږي، چې مشري به یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف کوي.
د دې ناستې ګډونوال به د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران وي چې په افغانستان کې به د سیاسي، بشري، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو، په تېره بیا له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړي.
د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو له مخې لاهم طالبانو په یاده ناسته کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
سره له دې چې طالبان وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې رغېدلې، خو دا ناسته څرګندوي چې لاهم ګاونډي او نور هېوادونه پر دې ډلې باور نه لري.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درې ناستې شوې وې، چې په کې له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښ ډېرېدو په اړه په کې اندېښنې ښوودل شوې وې.

Comments are closed.

koi finance