The news is by your side.

طالبانو په هرات کې د انټرنېتي کلبونو چلولو ته اجازه ورکړه

خبریال وېبپاڼه: په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د انټرنېټ کلبونو ته اجازه ورکړې چې له یوې اونۍ وروسته بیا فعالیت وکړي.

دغه سرچینې خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو د هرات انټرنېټ کلبونو ته په دې شرط د بیا فعالیت اجازه ورکړې، چې ښځو ته د ننوتو اجازه به نه ورکول کېږي.

د طالبانو اجرائیه رئیس په هرات ښار کې د انټرنټي کلبونو مسوولینو ته خبرداری ورکړی چې، هټیو ته دې خپل فعالیت پیل کړي، خو له ۱۵ کلونو کم عمره هلکانو او نجونو ته د ننوتو اجازه مه ورکوئ.

طالبانو د انټرنېټي کلبونو خاوندانو ته خبرداری ورکړی، چې که له ۱۵ کلونو کم عمره ښځې او هلکان په کې حاضر شي، دغه انټرنېټي کلبونه به بېرته وتړل شي.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې يوه اوونۍ وړاندې طالبانو په هرات ښار کې د ټولو انټرنيټي کلبونو دروازې تړلې وې.

دې ډلې ویلي چې د انټرنېټ کلبونو د تړلو لامل د ځوانانو ناسم چلند دی.

Comments are closed.

koi finance