The news is by your side.

سمنګان کې د طالبانو ترمنځ خپل منځي نښته شوې

خبریال وېبپاڼه: ځايي سرچينې وايي، چې په سمنګان کې د طالبانو د ډلې د خپلمنځي جګړې په پايله کې د دې ډلې د کنډک د قوماندان مولوي جلال حنفي وراره وژل شوى دى.

دغه پېښه نن د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار په څنډه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې دغه شخړه په سمنګان ولايت کې د وسله والو طالبانو د کنډک د قوماندان ملا عبدالخالق د وراره او د دې ډلې د يوه جنګيالي تر منځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

د طالبانو یوې سرچینې هم له خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د دې پېښې پخلی کړی دی.

د یادونې ده، چې د طالبانو ترمنځ جګړه کومه نوې خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خپل منځي جګړو په پایله کې د طالبانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

Comments are closed.

koi finance