The news is by your side.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: د طالبانو لخوا غیر قانوني نیول دوام لري

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په فاریاب ولایت کې د لیکوال، شاعر او د ښوونکو د روزنې د مسوول محمد کاظم امیني د نیولو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د غیر عادلانه او غیر قانوني نیولو لړۍ دوام لري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له زندانه د نرګس سادات او زکریا اصولي د خوشې کېدو هرکلی وکړ او د مطیع الله ویسا، مرتضی بهبودي، موسی شاهین، سبحان الله سبحاني، سید محمد حسیني، محمد کاظم امیني او رسول پارسي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې د فرهنګي، مدني، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو د ناقانونه نیولو مخه ونیسي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له نړیوالو بنسټونو هم غوښتي، چې د افغانانو د حقونو د دفاع او محاکمې په برخه کې له اړینو هماهنګیو سره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

باید وویل شي، چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو استخباراتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې لیکوال، شاعر او د ښوونکو د روزنې استاد محمد کاظم امیني نیولی.

په همدې حال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره، دغې ډلې تل سیاسي فعالان، خبریالان، لیکوالان، د بشري حقونو فعالان او د نجونو د تعلیم ملاتړي نیولي دي.

Comments are closed.

koi finance