The news is by your side.

د یوناما څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: د ښځو له کار منع کول زموږ داخلي او کلتوري مسله ده

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د هغې بیانیې له خپریدو وروسته چې له دغه سازمان سره د ښځو د کار د منع کولو له امله یې طالبانو په هیواد کې د بشري ناورین مسؤولیت په غاړه اخیستی، دغې ډلې ویلي چې د ښځو د کار مخنیوی د افغانستان داخلي او کلتوري مسله ده.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د کار د منع کولو پرېکړې ته درناوی وکړي.

په داسې حال کې چې یوناما د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا د ښځو د کار منع کول ښکاره تبعیض بولي، خو مجاهد وايي چې د ښځو پر کار بندیز تبعیض نه دی او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو پر وړاندې خنډ نه جوړوي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «له بده مرغه په ​​افغانستان کې بشري وضعیت د بندیزونو او فشارونو له امله رامنځته شوی او دوام لري. اصلي مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه دی چې د افغانستان په مالي او بانکي سیستم یې محدودیتونه وضع کړي دي.

تېره اوونۍ طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د طالبانو دې پرېکړې پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

یوناما پرون په یوه بیان کې وویل چې طالبانو دغه اداره دې ته اړ کړې، چې له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام او د ملګرو ملتونو له اصولو سره سم انتخاب وکړي.

Comments are closed.

koi finance