The news is by your side.

ازادۍ جبهې د اکمل امیر وژل کېدل تایید کړل

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان ازادۍ جبهې، په جنوبی سالنګ کې ددغې جبهې د غړو او طالب جنګیالیو ترمنځ د خونړۍ نښتې په تړاو پخپله څلورمه اعلامیه کې، د (اکمل امیر) وژل کېدل تایید کړي دي.

دغې جبهې نن له غرمې وروسته، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د ازادۍ جبهې، د وژل شویو خپلوانو د ځورولو ترڅنګ، د هغوی د جنازو بې حرمتي هم کړې ده.

د اعلامیې پر بنسټ، طالبانو د آزادۍ جبهې د وژل شویو کسانو پر جسدونو، د مذهبي مراسمو ترسره کولو ته اجازه نه ورکولو سره، ظاهراً هڅه کوله چې خلک د دوی پر وړاندې، له مقاومت سره له یو ځای کېدو، راوګرځوي.

د ازادۍ جبهې، په خبره دې مسئلې برعکس پایله درلوده.

په اعلامیه کې راغلي: «ازادۍ جبهه، د طالبانو د ظلم او تعصب پر وړاندې پخپله حقه مبارزه پوره باور لري، یو ځل بیا له طالبانو څخه د هېواد تر بشپړې ازادۍ پورې د دغې سپېڅلې لارې پر دوام ټینګار کوي او ډاډ ورکوي چې د سپېڅلې وسله والې مبارزې، د شهيدانو د وينې هر څاڅکي او د طالبانو تر اشغال لاندې بې‌دفاع ولس، د کړاوونو غچ به له دغه وحشي ډلې او په ځانګړې توګه، د هغوي له سيمه ييزو اجيرانو څخه اخلي.»

د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ، د ازادۍ جبهې دوه قوماندانان اکمل امير او بصير اندرابي له خپلو څو تنو ملګرو سره د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې په وسله واله نښته کې ووژل شول.

تر دې دمخه د آزادۍ جبهې د اکمل امیر مړینه نه وه تایید کړې.

Comments are closed.

koi finance