The news is by your side.

د طالبانو په راتګ سره لوږه درې برابره لوړه شوې

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو په راتګ سره لوږه نژدې درې برابره لوړه شوې
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د هغو وګړو شمېر زیات شوی چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د یاد سازمان پراختیايي ادارې یا UNDP په خپل تازه خپاره کړي راپور کې د تېر میلادي کال ارزونه کړې چې په کې ویل شوي، په افغانستان کې ۳۴ میلیونه کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
په راپور کې راغلي چې ګڼ شمېر افغانانو له لوږې خپل کورونه پلورلي او ځینو یې ان خپلې لوڼې په کمکي عمر کې ودې کړې دي.
په راپور کې راغلي، دا لوږه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته زیاته شوې، چې د جمهوریت د وخت په پرتله نژدې درې برابره زیاتوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د راپور له مخې، د جمهوریت په وخت کې شاوخوا ۱۵ میلیونه وګړو تر فقر لاندې ژوند کاوه، خو اوس دا شمېر ۳۴ میلیونو ته رسېدلی دی.
په ورته مهال تېره ورځ د UNDP مسؤل په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې په افغانستان کې د سړي سر عواید هم کم شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو متلونو د شمېرو له مخې، افغانستان شاوخوا ۴۰ میلیوونه نفوس لري چې یوازې شپږ میلیونه یې د خوراک لپاره څه پیدا کوی شي.

Comments are closed.

koi finance