The news is by your side.

طالبانو د جبل السراج سمنټو فابریکې متقاعدینو ته شل ورځې وخت ورکړی

خبریال وېبپاڼه: د پروان ولایت د جبل السراج سمنټو فابریکې مشر چې د طالبانو له خوا ټاکل شوی، د دغې فابریکې یو شمېر متقاعدینو ته یې د دولتي کورونو د خلاصولو لپاره ۲۰ ورځې وخت ورکړی دی؛ خو د دې فابریکې متقاعدین د دې کورونو پرېښودو ته زړه نه ښه کوي او وايي چې د هېواد د خراب اقتصادي وضعیت له امله نشي کولای تګ راتګ وکړي.

متقاعدین استدلال کوي چې دوی خپل ژوند په دې فابریکه کې په خدمت کې تیر کړی او اوس حق لري چې د ژوند تر پایه په دې کورونو کې ژوند وکړي.

دوی دا ادعا هم کوي چې طالبان په پام کې لري چې دا دولتي کورونه پر خپلو کورنیو وویشي او له همدې امله یې د کورونو خالي کولو ته اړ کړي.

په پروان ولایت کې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته په ډاګه کوي چې د جبل السراج سمنټو فابریکې مشر دغو کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې که دوی له دولتي کورونو څخه ونه وځي، د دې ډلې له خوا به مجازات شي.

یو کس چې د طالبانو له ویرې یې مستعار نوم احمد یاد کړو د پروان ولایت د جبل السراج سمنټو فابریکې د یو متقاعد زوی دی.

هغه خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دا مهال د جبل السراج سمنټو فابریکې په دولتي کورونو کې څه باندې ۴۰ کورنۍ ژوند کوي.

دا کورنۍ د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د سمنټو فابریکې پخواني او متقاعد کارکوونکي دي، چې لسیزې وړاندې د وخت د حکومتونو له خوا دغو کورونو ته کډه شوي وو.

احمد زیاتوي چې له دې جملې څخه د طالبانو ټاکل شوي مشر د جبل السراج د فابریکې لږ تر لږه ۱۵ تنو پخوانیو کارکوونکو ته د دولتي کورونو د خلاصولو لپاره ۲۰ ورځې مهلت ورکړی دی.

د سمنټو د فابریکې د دغه متقاعد کارمند زوی په دې اړه څرګنده کړه:«موږ له نږدې پنځوسو کلونو راهیسې د جبل السراج ولسوالۍ د سهکوتي په سیمه کې د فابریکې په کورونو کې اوسېږو. د جمهوري ریاست له ړنګیدو وروسته دوه ځله طالبان راغلل او موږ ته یې د کورونو د وتلو اخطار راکړ، خو خلکو غوږ ورته ونیوه. دا ځل د فابریکې مشر خلک راټول کړل او ۱۵ کورنیو ته یې خبرداری ورکړ چې ۲۰ ورځې وخت لرئ، چې له خپلو کورونو ووځئ.»

احمد زیاتوي: “د سمنټو فابریکې مشر موږ ته خبرداری راکړی، چې که د ټاکلي وخت تر پایه کورونه له خلکو خالي نه کړي، له زوره به کار واخلي.”

د جبل السراج سمنټو فابریکې مشر مولوي صابر حمزه دی او د میدان وردګو ولایت اوسیدونکی دی.

متقاعدین ادعا کوي چې طالبان باید په دې کورونو کې د دې ډلې اړوند کسان چې له لرې ولایتونو څخه دې ولایت ته راغلي دي، انتقال کړي.

د جبل السراج سمنټو فابریکې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال وېبپاڼې ته ویلي چې مولوي حمزه هڅه کوي د خپل مرستیال، موټر چلوونکي او څو نورو محصلینو کورنۍ په دولتي کورونو کې ځای پرځای کړي.

خو د دې فابریکې متقاعدین نه غواړي چې دولتي کورونه پریږدي. د جبل السراج سمنټو فابریکې یو پخوانی کارکوونکی چې نوم یې په دې راپور کې نه دی یاد شوی، وايي: موږ خپل ژوند په دې فابریکه کې په کار تېر کړ، موږ حق لرو چې د ژوند تر پایه په دې کورونو کې ژوند وکړو.
اوس که موږ پخپله تقاعد شوي یو، زموږ زامن په دې فابریکه کې شامل دي. دا مهال، موږ په داسې حالت کې نه یو چې د حرکت کولو توان ولرو. ډوډۍ موږ درې ځله په سمه توګه نه شو موندلی، موږ څنګه نوی کور ترلاسه کولی شو؟” هغه زیاتوي: «دا سمه ده چې دا کورونه د دولتي فابریکې پورې اړه لري، خو دغو کسانو څه باندې ۳۰ کاله کار کړی دی. خلکو دا ټول کورونه په خپلو پيسو جوړ کړي دي. دوی هر یو دوه یا درې خونې جوړې کړې دي.”

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جبل السراج د سمنټو د تولید فابریکه په ۱۳۳۷ کال کې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ ټنو سمنټو د تولید په ظرفیت جوړه شوه او تر ۱۳۷۵ کال پورې یې اغېزمن اقتصادي او تولیدي فعالیت درلود؛ خو د کورنیو جګړو پر مهال یې فعالیت ودرول شو.

دغې فابریکې د ۲۰۱۹ هجري لمریز کال په پای کې د اړتیا وړ وسایلو له ترمیم او سمبالولو وروسته د ورځې له ۲۰ ټنو څخه ۷۰ ټنو ته د تولید ظرفیت لوړ کړ، خو په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته یې فعالیت بېرته ودرېد. په دې فابریکه کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسانو کار کاوه. د دغې فابریکې د استوګنې په سیمه کې زیاتره کورنۍ یا خو پخپله د دغې فابریکې کارکوونکي دي او یا هم د خپلو زامنو له تقاعد وروسته په دې فابریکه کې د کارکونکو په توګه ګمارل شوي دي.

باید وویل شي، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په بلخ ولایت کې د سرې او برېښنا د فابریکې مشر هم د دغې فابریکې متقاعدینو ته امر کړی و، چې ژر تر ژره دې دولتي کورونه خلاص او دغې ډلې ته دې وسپاري.

په دغه ښارګوټي کې د کوډ او برېښنا د صنعتي شرکت د پخوانيو او اوسنيو کارکوونکو شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ ژوند کوي. که څه هم د جمهوري ریاست په دوره کې دا هوکړه شوې وه چې حکومت به د دغو فابریکو متقاعدو کارکوونکو ته د ځان لپاره د کورونو د جوړولو او دولتي کورونو د خالي کولو لپاره ځمکې او بانکي پورونه ورکوي، خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده پوره شوې.

Comments are closed.

koi finance