تحریک انصاف ګوند؛ له پاکستان حکومت سره خبرې پیل کړې
خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د حکومت او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ترمنځ د خبرو نوی پړاو پیل شوی دی.
د نیوز ۱۸ د راپور پر بنسټ، د حکومت او تحریک انصاف ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د پاکستان په ملي شورا کې پیل شو.
دغې رسنۍ ویلي چې ددې غونډې د ترسره کېدو موخه په دغه هېواد کې «د پارلماني ټاکنو د وخت په اړه کړکېچ پای ته رسول» دي.
د دغه راپور پر بنسټ، دواړه لوري تر خبرو مخکې خوشبینه ښکاري.
د پاکستان د حکومت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي چې د تحریک انصاف ګوند مشري کوي، ویلي چې د دوي ټیم د سیاسي ستونزو د هواري لپاره په خبرو کې برخه اخلي.
په پاکستان کې سیاسي کړکیچ په دې وروستیو ورځو کې، پداسې وخت نوي پړاو ته داخل شوی دی، چې ددغه هیواد مخالفې ډلې او حکومت، له یو کلن سیاسي کړکیچ وروسته، د اپوزیسیون د مشرانو په نیولو، د یو بل پرضد په محکمو کې، د مقدمو له درجولو وروسته، اوس خبرو اترو ته غاړه ایښې ده او تر اوسه دوه پړاوه مذاکرات شوي دي.
د پاکستاني رسنیو راپورونه ښیي چې سیاسي مشران د سخت دریځ نیولو پر ځای د خبرو اترو د دوام لپاره نرمي ښیي.
د راپورونو پر بنسټ، د عمران خان د ګوند اصلي غوښتنه، د ملي پارلمان او نورو ایالتي پارلمانونو ژر تر ژره لغوه کول دي، څو په پاکستان کې له وخته مخکې ټاکنو ته لاره پرانیستل شي.
خو د پاکستان د حکومت استازو سره له دې چې له وخته مخکې د پارلمان له هر ډول منحلېدو سره یې مخالفت ښودلی، خو وړاندیز یې کړی چې د جون په میاشت کې، د نوي مالي کال د بودیجې له وړاندې کولو وروسته، ممکن پارلمان منحل شي.
Comments are closed.