د ملګرو ملتونو کارکوونکي افغانستان پرېږدي
خبریال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو کارکوونکي افغانستان پرېږدي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یو دفتر مسوول خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې دوی نور له افغانستان څخه د خپلو نړۍوالو کارکوونکو وتلو ته چمتووالی نیسي.
سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، خبریال وېبپاڼې ته وايي، اوس مهال د کارکوونکو وتلو ته چمتووالی په بشپړېدو دی او ښايي چې ډېر ژر د ملګرو ملتونو د کارمندانو د وتلو پروسه پیل شي.
د معلوماتو له مخې، ښايي دا کسان د مزار هوايي ډګر له لارې ازبکستان ته لاړ شي.
ویل کېږي چې دوی به د خپلو نړۍوالو کارکوونکو له وتلو وروسته، خپل نور کارکوونکي هم رخصت او مرستې به په فوق العاده شکل بندې کړي.
هغه که څه هم د دې کار علت په څرګند ډول نه دی روښانه کړی، خو ویلي یې دي چې د طالبانو وروستۍ پالیسي د دې سبب شوې، چې دوی افغانستان پرېږدي.
تر دې وړاندې یوناما ویلي وو، که طالبان په افغانستان کې پر ښځینه کار کوونکو بندیز پای ته ونه رسوي، نو دوی به په دې اړه یو ډاروونکی انتخاب وکړي.
Comments are closed.