The news is by your side.

کورنۍ ستونزې اروايي ناروغۍ زیږوي

خبریال وېبپاڼه: کورنۍ ستونزې اروايي ناروغۍ زیږوي. د ښځې او خاوند تر منځ سمې او روغې اړیکې د خوشاله ژوند راز دی؛ خو که دا اړیکې سمې ونه اوسي، د وینې د فشار تر څنګ، د ډېرو روغتیايي ستونزو لامل کیږي.

د امریکا په مشیګان پوهنتون کې په یوه تازه څیړنه کې ثابته شوې، هغه میړونه او ښځې چې یو له بل سره سمې اړیکې نه لري، پر اروايي ستونزو سربېره، د وینې پر لوړ فشار هم اخته کیدای شي.

څیړنه کې راغلي چې نارینه نسبت خپلې مېرمنې ته ژر پر یادو ناروغیو اخته کیدلای شي. دوی دا دلیل راوړي، چې نارینه د ښځو پر وړاندې حساس وي.

ژور خفګان، د زړه ناروغۍ او ځینې نور هم د مېرمنې او خاوند له ناسمو اړیکو څخه سرچینه اخلي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې څنګه دا اړیکې ښې وساتو؟
له میړه/مېرمنې څخه له کچې زیاته تمه مه کوئ.

دا چاره اړیکې زیانمنوي. د تفاهم نشتون هم اړیکې خرابوي. کوښښ وکړئ چې یو او بل درک کړئ.

که غواړی خوشاله او سالمې اړیکې ولری، نو سوله وکړئ او یو بل ته سره تېر شئ.

Comments are closed.

koi finance