The news is by your side.

په هلمند کې بمي چاودنې ۵ سرتېري شهیدان کړي

خبریال وېب پاڼه/د هلمند ولایتي چارواکي د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د طالب اورپکو لخوا د یوې بمي چاودنې خبر ورکوي.

تېره شپه ناوخته د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سیمه کې طالب اورپکو د یوه ځانمرګي برید په رڅ کې ۵ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده او همدا شمېر ټپیان هم دي.

دغه چاودنه د شپې په ۱۱ بجو را منځته شوې ده او ویل کېږي چې په یوه مازدا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو او د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سیمه کې یې د افغان ځواکونو یوه قرارګاه په نښه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د وسلوالو طالبانو لخوا پر افغان ځواکونو، عامه تاسیساتو او ملکي وګړو باندې بریدونو هم زور اخیستی دی.

وړمه ورځ د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په یوه بیان کې وویل چې طالب اورپکو یوازې د روژې په لومړۍ اونۍ کې په ۱۷ جلا بریدونو کې ۱۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړولې ده او شاوخوا ۵۰ کسان یې ټپیان کړي هم دي.

له امریکا سره د طالبانو د سولې له لومړي تړون را وروسته دغې اورپکې ډلې په افغان خواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. په لومړیو کې عمومي انګېرنې دا وې چې له امریکا سره تر اوربند وروسته به په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي ځکه طالب اورپکو به هر وخت خپله جګړه سپېڅلې او آیډیالوژزیکه بلله خو په تېرو دوو میاشتو کې طالب اورپکو د عامو افغانانو دا برداشت ناسم ثبات کړ.

په افغان جګړه کې ښکېلو نړیوالو سازمانونو او ګڼو هېوادونو په وار وار پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د کرونا وبا له امله اوربند وکړي تر څو په دغه هېواد کې د بشري فاجعې مخه ونیول شي خو د طالبانو ویاندویانو په وار وار د رد ځواب ویلی دی.

پاکستان چې هر وخت د طالب اورپکو اصلي تمویلوونکی بللی کېږي، په خپل وروستي بیان کې له طالبانو غوښتي چې د روژې مبارکې میاشتې او د کرونا آفت له امله په افغانستان کې اوربند وکړي، خو طالبانو تر اوسه د پاکستان وړاندیز ته کوم غبرګون نه دی ښودلی. عام افغانان په هېواد کې د روانو جنګي بدمرغیو او آفتونو له امله سخت اندېښمن دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په ګرشک کې د طالب اورپکو لخوا ځانمرګی برید تائیدوي او زیاتوي چې ښایي د تلفاتو شمېره لوړه شی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance