The news is by your side.

متیو مېلر: افغانستان کې د تروریزم په اړه زمونږ اندېښنې نه دي لرې شوې

خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی لاهم افغانستان کې د ترهګري د ګواښ په اړه اندېښتې لرې.
د یاد وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، واشنګټن تمه لري، چې طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي او پرېنږدي چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي.
هغه ویلي، امریکا له لرې څخه هم له افغانستان څخه پېښېدونکی ګواښ ځپلی شي؛ خو په خبره یې، چې دوی غواړي دا کار طالبان وکړي.
نوموړی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي، چې درې ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ویلي وو، چې که افغانستان څخه ورته کوم ګواښ راپېښ شو؛ نو پوځي اقدام به وکي.
طالبانو د میلر وروستیو څرګندونو ته څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ډاډ ورکړی، چې د دوی له خاورې به امریکا ته هیڅ ګواښ نه پېښېږي.
د یادونې ده، چې له امریکا سره د دوحې په تړون کې طالبانو منلې، چې د امریکا مخالفینو ته به د افغانستان په خاوره کې ځای نه ورکوي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance