The news is by your side.

کندهار کې طالبانو نیولی خبریال تری تم دی

خبریال وېبپاڼه: کندهار کې د تمدن ټلویزون خبریال عبدالرحیم محمدي کورنۍ خبریال ویبپاڼې ته ویلي ویلي، چې طالبانو یې د کورنی غړی نیولی او هیڅ نه پوهیږي، چې چېرته دی.
دوی وايي، څو وارې طالبانو څخه غوښتي چې د هغه د نیوولو علت او ځای ورمعلوم کړي؛ خو په خبره یې چې طالبانو ورته چندان غوږ نه دی نیولی.
نوموړی د استخباراتو ریاست له لوري احضار شوی وو، چې وروسته نیول شوی او تر اوسه ورک دی.
بل لورته د ژورنالیستانو دملاتړ کمېټې هم د هغه د راخوشې کېدو غوښتنه کړې اود خبریالانو نیول یې د بیان ازادۍ خلاف کار ګڼلی.
د یادې کمېټې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو په تېرو دوه کلونو کې د خبریالانو نیولو او شکنجه کولو ته دوام ورکړی او نور باید له دې کار څخه لاس واخلي.
د یادونې ده چې محمدي له ۱۳۹۸ کال راهیسې په کندهار کې د تمدن ټلویزیون لپاره کار کاوه.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance