The news is by your side.

د ندا پرواني له خوشې کېدو د بښنې نړیوال سازمان هرکلی کړی

خبریال وېبپاڼه: د بښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له بنده د ښځو د بشري حقونو مدافع ندا پرواني او د هغې د خاوند د خوشې کېدو هرکلی کوي.
یاد سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي د مېرمن پرواني خوشې کېدل یو مثبت پرمختګ دی.
د راپورونو له مخې، ندا پرواني چې څه موده وړاندې له خپل خاوند او ماشوم سره په کابل کې نیول شوې وه، د چهارشنبې په ورځ په ضمانت خوشې شوې ده.
د بښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د ښځو حقونو د مدافعینو ژولیا پارسي، منیژې صدیقي او پریسا د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې د طالبانو چارواکو د ندا پرواني د خوشې کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance