The news is by your side.

جان اڅکزی: پر کونړ سیند بند جوړول د پاکستان دښمني په سر اخیستل دي

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د بلوچستان ایالتي ادارې د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزی وایي، چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت په یو اړخیزه توګه په کونړ سیند د بند جوړولو تکل وکړي، پاکستان به دا ګام له دوی سره د «دښمنۍ» په مانا وبولي.

اڅکزي په خپله اېکس پاڼه دا هم لیکلي، چې د طالبانو حکومت د دغه بند جوړولو لپاره له یوې هندۍ کمپنۍ سره په خبرو بوخت دی.

اڅکزي ویلي د کنړ سیند چې د “چترال سیند” په نامه هم یادېږي، پاکستانۍ اوبه پکې بهېږي، چې د پاکستان له شمال لویدیځ څخه افغانستان ته ننوځي.

نوموړي زیاته کړې، په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان او پاکستان پر کونړ سیند د ۱۵۰۰ میګاواټه اوبو برېښنا پروژې لومړنۍ همکارۍ پیل کړې، چې په ترڅ کې یې د دواړو هیوادونو له خوا د کابل سیندیزې حوزې د مدیریت د کمیسیون په جوړولو کې هم پرمختګ وشو، څو د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو کمیسیون ته ورته یو جوړښت رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوي عبداللطیف منصور له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې “که لاس یې ډک شي او وخت یې راشي، دا کار به ضرور کوي.”

ښاغلي منصور دا هم ویلي چې په دې برخه کې له کوم هېواد څخه د اجازې اخیستلو ضرورت نه ویني.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: “بند جوړول د پاکستان لپاره نه دي ولاړ، چې ووایو پاکستان به څه کوي، هغه زموږ خپل خاوره او خپلې اوبه دي چې خپله به یې کنټرولوو.”

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance