The news is by your side.

پاکستان؛ پر ماتې کښتۍ د بحر منځ ته روان هېواد

خبریال. وېبپاڼه: په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته یو نسبي امن افغانانو ته خوښي ورکړه؛ خو فرصت طلبه پاکستان له موقع نه په استفادې دغه ملک ته ورغلي طالبان بیا پر ځان راټول او د مجاهدینو د وخت کامیابه تجربه یې تکراروله.
وروستي راپورونه داسې دي، چې پاکستان د تیرو دوه لسیزو جګړو او د طالبانو کوربه توب څخه تر دوه میلیارده ډالرو زیاته ګټه کړې.
عام او د پاکستان حکومت باور دا و، چې د طالبانو له ولکې وروسته به کابل د پاکستان تر بشپړ تسلط لاندې وي او تر ډېره به واک هم همدوی سره وي-هغه معظله، چې اوس څه ناڅه ټکنی ښکاري.
د افغانستان د جګړې لپاره پاکستان اړ و، چې په قبایلي سیمو کې مدرسې جوړې او هلته زده کوونکو ته افراطي فکر ترویج کړي، چې دې چارې ورته زیاته ګټه وکړه.
افغانستان کې د جګړې لپاره بشري قوه زیاته شوه او ان پاکستان د کشمیر جګړه کې هم ورنه ګټه پورته کوله.
۲۰ کاله وروسته افغانستان کې نوي نظام سقوط وکړ، جمهوریت ړنګ شو، طالب د واک پر ګدۍ کېناست او پاکستانیو یې په خوښۍ کې موټایي ووېشل.
خو؛ طالب له پاکستان سره پر سودا او معامله نه؛ له امریکا سره په معامله راغی، چې سیاسي سټیج یې پاکستان نه لوړ وو.
دوی، له روسیې، هند، چین، امریکا، اروپایي ټولنې او نورو ګڼو ابر قدرتونو سره د خبرو موقع ومونده.
او پاکستان یې څنډې ته کړ.
پاکستان دا وضعیت برداشت نه کړ او د لنډې مودې لپاره یې ځینې کړۍ په غېږ کې ونیولې، خو باوري شول، چې دا ورته تاوان کوي؛ نو ځکه یې خپل اس عادي حالت کې پرېښود.
هلته ۱۸۰ درجې د وضعیت تغییرېدو، متزلزل اقتصادي حالت، د پورونو نه ورکړه، د انرژۍ کمښت، سیلابونو، سیاسي بې باوریو، حکومت کې د پوځ لاسوهنې او ګڼو نورو مسائیلو د پاکستان پام په خپل ځان ور ټول کړ.
دا وخت پاکستان کې د همغو کسانو لپاره، چې دوی ورته جنګي افراطي فکر ورکړی و؛ ښه فرصت پیدا شو، چې باید راټول او اقدام وکړي.

په افغانستان کې د نظام له سقوط وروسته جنګېدونکو ډلو ته د وسلو په لاس ورتلل، د بلوچو مهم پرمختګونه، د ټي ټي پي زړورې حملې او له وسله والو ډلو سره د خلکو ملاتړ سبب شو، چې هلته نوې افزاطي ډلې وزیږيږي.
دوی له طالبانو سره ایډیالوژیکه اړیکه لري او ډاډه دي، چې طالبان یې هر ډول حالاتو کې ساتی شي.
تحریک جهاد پاکستان او جهاد النصار هغه ډلې دي، چې ښایي راتلونکې کې تر بلوڅو او ټي ټي پي هم زیاتې خطرناکې وي.

۲۰۲۴ کال څه پېښېدونکي دي؟
دا زیات مهم سؤال دی، له امریکا سره د طالبانو یاري د دې سبب شوه چې امریکا خپل زوړ مصرفي یار پاکستان څنګ ته کړي.
دې وضعیت پر نړیوالو سټیجونو د پاکستاني چارواکو بغارې وویستې؛ خو چا غوږ ورته ونه نیو.
اوس چې ۲۰۲۴ کال را روان دی او د امریکا حکومت مخې ته ټاکنې هم شته نو طبعي ده چې د طالبانو او پاکستان لپاره به مهم وي.
امریکانور نه غواړي چې پاکستان باندې زیات مصرف وکړي، ځکه دا کار ورته په کم مصرف طالبان کوی شي.
نو زیات احتمال دا دی، چې هلته به جنګېدونکې ډلې زیاتې او تقویه شي.
دا کار به د امریکا لپاره څو ګټې ولري.
لومړی:
دوی غواړي له طالبانو پرته هم پر یوې بلې ډلې سرمایه ګذاري وکړي، ترڅو د چین د اقتصادي استثمار مخه ونیسي.
دویم: په منځنۍ اسیا کې د وخت ناوخت تاوتریخوالي جوړولو لپاره باید دوی یوه داسې قوه لاس کې ولري، چې جرړه یې تر دوی نه ور رسیږي.
درېیم: طالبان او پاکستان حکومت به هم پر همدې ډلې ډاروی شي.
نو اغلب ګمان چې دا کال به د پاکستان حکومت لپاره له امنیتي اړخه خطرناک کال وي.

پایله:
پاکستان اوس په سیمه کې نسبي بدنام شوی هېواد دی، چې باور ورباندې خام شوی.
امریکا او بل هر هېواد پوهیږي، چې پاکستان ته هره پروژه ورکول د یاد هېواد د قرض خلاصولو په مانا دی، نو ځکه څنګ ته کېږي.
په ټوله کې ښایي پاکستان خپله هم د جنګي پروژو تر لاسه کولو هڅې وکړي؛ خو ممکنه حالت داسې برېښي، چې ډېر څه به یې د پوځي جنرالانو په خوښه ونه شي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance