The news is by your side.

پاکستان له امریکا څه غواړي؟

خبریال وېبپاڼه: په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ مشر ( جنرال عاصم منیر) امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی دی ، هلته یې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع پر وزیرانو سربېره له یو شمېر پوځي مسولینو او ملکي چارواکو سره هم کتلي دي ، دغه راز یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره هم لیده کاته کړي دي . د ځینو معلوماتو له مخې په دې کتنو کې دغه لاندې موضوعات مطرح شوي دي:
۱- د پاکستان له خوا له متحده ایالاتو څخه د مالي مرستونه غوښتنه.
۲- د پاکستان په نظر په سیمه کې د ترورستي ډلو فعالت او د هغو پر وړاندې د امریکا د پوځي او مالي مرستو جلب.
۳- د افغان مهاجرینو په پلمه له ملګرو ملتونو څخه د مالي مرستو غوښتنه.
۴- د افغانستان پر اوسنیو چارواکو د فشار راړولو په خاطر له امریکا څخه پر افغانستان باندې د امریکايي ډورن الوتکو د برید غوښتنه.
۵- د پاکستان په ګټه په امریکا کې د لابیګرۍ له یو شرکت سره تړون او ځینو نور مسایل.
ویل کېږي چې د پاکستان د پوځ مشر (جنرال منیر )امریکایانو ته ویلي ، چې په افغانستان کې همدا اوس د ( القاعدې او داعش ) په ګډون (۲۳) مختلفې ترورستي ډلې فعالت لري او دا ډلې یو ځل بیا امریکا او سیمې ته خطر پېښولی شي، نو په همدې خاطر جنرال منیر له امریکایانو څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پر ځینو اهدافو د ډورن الوتکو په واسطه د بمبارد لړۍ شروع کړي او پاکستان به د دې کار لپاره خپله خاوره او فضا د امریکایانو په واک کې ورکړي ، خو امریکا به یې په عوض کې له پاکستان سره مالي مرسته کوي.
کتونکي په دې نظر دي چې پاکستان په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې دی او غواړي یو ځل بیا امریکا د افغانستان په مسایلو کې له پوځي پلوه ښکېل شي او دوی ترې خپلې مالي ګټې تر لاسه کړي.
څرنګه چې امریکا اوس پر پاکستان باندې د هغه د دوه مخي سیاست له امله هغه پخوانی باور نه لري او پاکستاني چارواکي هم پر دې خبره پوهېږي ، نو ځکه خو یې د پوځ مشر د امریکا د باور خپلولو لپاره لابي ګروپونو ته مراجعه کړې ده . د پوځ مشر په امریکا کې خپلو افرادو ته دنده سپارلې ده چې د دې کار لپاره په امریکا کې قوي لابي ګروپ پیدا کړي ، هغوی د دې کار لپاره ( Capital Council ) په نامه یو لابیګر ګروپ سره د میلیونو ډالرو په قېمت یو تړون کړی چې په امریکا کې د پاکستان د ګټو د تامین لپاره کار وکړي ، د لابي دا ګروپ په ( یهودو ) پورې اړه لري چې مخکې تر دې یې د یو بل ( اته لس میلیون ډالري ) تړون پر اساس د اسرایلو په ملاتړ او د فلسطین پر ضد لابيګري کړې او د غزې په اوسنۍ عاموژنه کې هم د اسرایلو ملاتړ کوي . دا په امریکا کې د لابي یو موثر ګروپ دی، د یادونې وړ ده چې په امریکا کې د یهودو شل بېلابېل لابي ګروپونه فعال دي ، چې یو هم په کې همدا ګروپ دی . پاکستان هم غواړي له همدې ګروپ ( Capital Council) سره تړون ولري او د ځان په ګټه ترې کار واخلي.
کتونکي په دې نظر دي چې پاکستان تر وروستي حده کوښښ کوي ، چې افغانستان له سیاسي پلوه منزوي کړي ، اقتصاد یې کمزوری او ورو ورو دلته نیابتي جګړه پیل او سیمه یو ځل بیا بې ثباته کړي .
که د افغانستان اوسني چارواکي غواړي افغانستان کې بیا جګړې پیل نه شي ، نو د پاکستان هر ګام او اقدام ته باید متوحه اوسي ، په کور دننه اصلاحات راولي ، د ښځو تعلیم ازاد کړي ، د نړۍ له مطرحو هېوادونو سره خپل مناسبات ښه کړي او په سیمه کې د پاکستان له رقیبو هېوادونو سره هم د خپل ګډ دښمن پر وړاندې یو مثبت تفاهم ته سره ورسېږي.کتونکي په دې نظر دي چې پاکستان هېڅکله هم په افغانستان کې امن او یو باثباته قوي مرکزي نظام نه غواړي ، که دا ډول نظام د هرې ډلې په وجود کې جوړ شي ، نو پاکستان به یې مخالفت کوي. تېرو تجربو دا حقیقت ښه روښانه کړی دی.
اسمعیل یون

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance