The news is by your side.

د کابل اوسېدونکي: طالبان رانه د کډوالو په نوم پیسې اخلي

خبریال وېبپاڼه: د کابل د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکي ادعا کوي، چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه ایستل شویو کډوالو ته د مرستې په نوم له دوی څخه په زور او ګواښونو پیسې اخیستې دي.

دوی ویلي، چې مرستو ټولولو ته راغلي کسانو کې وسله وال هم وو.

دوی رسنیو ته ویلي، چې د مرستو ډېره برخه د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د دشت برچي قلعه نو، نقاش، کته بلندى او یو شمېر نورو سیمو څخه راټوله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د نومبر په لومړۍ نېټه، د پاکستان حکومت د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ چې تر اوسه یې شاوخوا ۵ لکه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي او په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم چټک شوی دی.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance