The news is by your side.

اسټرالیا: افغانستان سره ۲۰ ملیونه ډالر مرسته کوو

خبریال وېبپاڼه: اسټرالیا وایي، چې د افغانستان د خلکو او هغو افغانانو د ملاتړ لپاره چې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، ۲۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تازه یې په جینیوا کې د کډوالو په نړیواله غونډه کې ژمنه کړې چې ۲۶۵ میلیون ډالره مرسته به وکړي چې له دغو پیسو څخه ۲۰ میلیونه ډالره افغانانو ته ځانګړې شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې ۲۳۵ میلیونه ډالره په میانمار او بنګله دېش کې د روهینګیا خلکو ته او ۱۰ میلیونه نور د سوډان د خلکو ملاتړ ته په پام کې نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې کاناډا د منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان ته د کډوالو شویو افغانانو لپاره ۲۱ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې وه.

ځواب ورته ورکړئ‌