The news is by your side.

افغانستان کې د تېر کال په پرتله ناامني دوه سلنه زیاته شوې

خبریال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، د دې کال د اګسټ له لومړۍ نېټې د اکتوبر تر ۲۲ مې په افغانستان کې ۱۴۱۴ امنیتي پېښې ثبت شوي دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې د افغانستان د امنیتي، اقتصادي، بشري او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړې دي.

په یاد راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په درېیو میاشتو د امنیتي پېښو له امله د ۵۳ ماشومانو په ګډون ۶۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.

په دغه راپور کې د داعش خراسان څانګه د ډېرو ملکي تلفاتو مسوله وسله واله ډله بلل شوې ده.

انتونیو ګوتریش په بغلان هرات او دغه شان په کابل کې په شیعه ګانو د داعش ډلې حملو ته اشاره کړې چې له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ویلي وو چې تېره میاشت د هزاره ټبره شیعه ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات و.

تر اوسه ددغه راپور په اړه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance