بنفشه یعقوبي ته امریکا د زړورو ښځو جایزه ورکړه
خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څخه بنفشه یعقوبي او ۱۱ نورې ښځې د یاد وزارت د ۲۰۲۴ کال د زړورو ښځو جایزه ګټونکي اعلان کړې.
یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اغلې يعقوبي په افغانستان کې له ړندو کسانو سره د مرستې له امله د دې جايزې مستحقه ګڼل شوې ده.
په دې اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې بنفشه يعقوبي له ډېرو کلونو راهيسې د ښځو د ځورونې د مدافع وکيلې په توګه کار کړى دى.
د يادونې ده، چې اغلې يعقوبي په ۲۰۰۸ کال کې له خپل مېړه سره د «رهیاب » موسسه جوړه کړې او د ړندو کسانو د پوهنې او بيارغونې په برخه کې يې کار کاوه.