یودیچه: د ښځو غږ باید د رغنده تعامل برخه وي
خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې رافایلا یودیچه وايي، بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی او د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر ډول خبرو او رغنده تعامل برخه وي.
هغې د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
نوموړې په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې اسلامي امارت وايي، د ښځو د کار او زدکړو حقونو ته ژمن دي او د یو مناسب چوکاټ له جوړېدو وروسته به ټولو ته د کار او زدکړو حقونه ورکړي.