موږ به کله یو بل زغمو؟
افغانانو درې سترو امپراتوریو ته ماتې ورکړه، افغانان ډېر غېرتي خلک دي، داسې خبرې له کلونو راهیسې اورو، خو بیا هم زموږ ورځ ښه نه ده، له لسیزو راهیسې مو وطن کې وضعیت بد نه بدتر ته روان دی، خو زموږ ورځ نه ښه کېږي.
که د تېرو څو لسیزو حالاتو ته ژور نظر وکړو، نو په واضحه توګه باندې دا راڅرګندېږي، چې په موږ کې د یو بل زغمل نشته او د نه زغملو د دغه کلتور له امله ښه ورځ مخکې او موږ ورپسې یو، وطن مو در په در دی او خلک مو هم در په در دي.
کله چې کمیونیسټانو حکومت ترلاسه کړ، نو د نور فکر خلک یې نه زغمل، بیا چې مجاهدین راغلل، نو هغوی خو آن په خپل منځ کې یو بل سره لاس و ګریوان شو، نو نورو خلکو سره به یې له کومه د زغم نه کار اخیستی وای.
بیا په جمهوریت کې یو څه زغم په خلکو کې پېدا شو، خو داسې زغم موږ بیا هم ونه لید، چې ټول افغانان تر یو چتر لاندې راشي، اوس چې د طالبانو حکومت دی، نو بیا هم غېر طالب افغان لپاره په دې حکومت کې ځای نشته او داسې ښکاري، چې هغه څوک چې طالبان نه دي، هغه بېخي په دې وطن کې هیڅ حقونه نه لري.
اوس هم زموږ سره دا ښه او بهترینه وخت دی، چې موږ باید زغم پېدا کړو، یو بل وزغمو او یو داسې حالت ته لاړ شو، چې نور مو دا وطن له بدبختیو څخه ساتلی وي او بیا مو خلک داسې ډلې ډلې نه شي چې د یو بل زغمل ورته ګران وي.
اوس ۲۱مه پېړۍ ده، په نړۍ کې هېوادونه له یو بل سره د ساینس او ټېکنالوژۍ په برخه کې سیالي کوي، اې ای ټيکنالوژي باندې نړۍ بوخته ده، خو زموږ په وطن کې لا هم دې هر څه ته (مباح) ویل کېږي او ټول فکر مو په دې کې دی، چې پلانکی طالب دی او پلانکی طالب نه دی.
راځئ چې نور ټولو افغانانو ته په یو نظر وګورو، له یو بل سره زغم وکړو، د یو بل د فکر درناوی وکړو، د یو بل احترام وکړو او ټول د بېلا بېلو فکرونو سره په ګډه ژوند وکړو، نو هله به دا وطن جوړېږي او افغان انسان به په ارامه ژوند کوي.