The news is by your side.

شپږم ټولګی؛ د زده کړو پای؟

خبریال وېبپاڼه: شاوخوا درې کلونه کېږي چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د انجونو پر زده کړو بندېز لګېدلی دی او لا مالومه نه ده چې دا بندېز به پای ومومي که نه، تر اوسه په دې اړه طالب چارواکو کوم روڼ دريز نه دی څرګند کړی.
د طب پوهنځي يوه محصله چې په وروستي کال کې يې د پوهنتون زده کړې ترې د طالبانو د بندېز له امله پاتې شوې دي، وايي چې له د طالبانو له پيله بیا تر دې دمه ښځينه وو د هغوی تحريک ته هېڅ ډول زيان نه دی اړولی، خو بيا هم طالبانو د دوی پر زده کړو بندېز لګولی دی. زده کړياله زياتوي: موږ د حکومت هر ډول شرایط منو، خو پوهنتونونو ته دې د تللو اجازه ورکړي.
بل لور ته يوه زده کوونکې چې سږ کال له شپږم ټولګي فارغېږي وايي: نه پوهېږم چې دا به زما د زده کړو پای وي، که بيا به هم وکولای شم چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم. هغه له طالبانو غواړي چې لږ تر لږه دې انجونو ته تر دولسم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړي.
يوه زده کوونکې چې يو وار يې تر شپږم ټولګي زده کړې کړې دي، يو ځل بيا يې ښوونځی له سره شروع کړی دی او دا دی اوس له دوهم ټولګي څخه درېيم ټولګي ته کاميابه شوې ده، هغه وايي: په هېڅ صورت راته دا د منلو وړ نه ده چې زه دې ښوونځي ته لاړه نه شم، تر هغې به بيا بيا ښوونځی له سره شروع کوم تر څو چې حکومت راته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه وي راکړې.
که څه هم حکومت د انجونو د زده کړو ډاګيز مخالفت نه دی کړی، خو وايي چې پر طرحه يې کار روان دی او ژر به چمتو شي.
بل لور ته يو شمېر مدني فعالان، استادان او والدين د حکومت پر دغه خبره (په طرحه کار روان دی) هم نيوکه کوي او وايي چې په همدې خبره د انجونو نږدې درې کاله ضایع شول او که دا بندېز نور هم وغځېږي، نو په دومره زياته کچه د زده کوونکو تعلیم ته بېرته راګرځېدل به ناشوني وي او له دې سره به پوره يو نسل بې سواده پاتې شي، حکومت دې د انجونو د تعلیم موضوع ته اولیت ورکړي او ژر تر ژره دې دا موضوع حل کړي.
د انجونو زده کړې هغه موضوع ده چې د طالبانو له راتګ څخه تر اوسه په هېواد کې ګرمه ده او وخت ناوخت پر ټولنيزو او نورو رسنيو يې په اړه د خلکو له لوري غږ پورته کېږي، خو لا هم ګونګه پاتې ده.

راپور: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance