The news is by your side.

د دردونو علاج په منسجمه توګه دوامداره مبارزه غواړي

د مریض افغانستان دردونه ټول پیژني، د دردونو زګیروي هم ټول اوري او ټول د دردونو د زګیرویو سره زګیروي هم کوي، خو د دردونو د علاج لپاره اکثریت کسان چې زیات زګیروي کوي، نه پخپله مخکې کیږي چې نور یې ملاتړ وکړي او نه د نورو سره یو ځای کار کولې شي چې حرکتونه منسجم شي او قوت پیدا کړي.

یوازې د دردونو په بدرګه کولو او زګیرویو سره زګیروي کول څه ګټه نه لري ځکه د دردونو علاج په منسجمه توګه دوامداره مبارزه د مشخص ادرس نه غواړي.

دا زګیروي داسې معنی لري چې یو بل ته وایو ستا بلا دې په ما شي او زما بلا دې په نورو شي. نه ستا بلا کمیږي او نه د نورو د بلاو نه ځانونه خلاصولې شو.

شاه محمود میاخېل

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance