The news is by your side.

د شاتو او ليمو محلول مو له ګڼو ناروغيو ژغوري

شات او ليمو چې د يو بل ضد خوندونه لري، نږدې په هر کور کې شتون لري چې د خوراک او څښاک د خوند ډېرولو لپاره کارول کېږي.
لکه څنګه چې وويل شول، شات او لېمو په هر کور کې پیدا کېدلی شي، خو په بېلابېلو شيانو کې کارول کېږي، تاسو به د دې دواړو د يو ځايي استعمال له ګټو خبر نه ياست.
په اصل کې دا دواړه له بېلابېلو طبي ګټو څخه برخمن دي، لکه شات د بورې طبيعي متبادل ګڼل کېږي او روغتيا ته خورا ډېرې ګټې رسولای شي.
همدا شان د لېمو کارول هم روغتيا ته ګټه رسوي او د دې دواړو په اوبو کې يو ځای کول او بیا څښل يې ډېرې ګټې لري.

دا چې د لېمو او شاتو يو ځای کارول څه ګټې لري، دلته يې درښايو:
د وزن په کمولو کې مرسته کوي:
ليمو او شات يو ځای په اوبو کې حل کړئ او بيا يې وڅښئ، د وزن په کمولو کې درسره مرسته کولای شي، د بېلابېلو طبي څېړنو له مخې ډېرې اوبه څښل ميټابولېزم يا (تشې متيازې) زياتوي او ګېډه تر ډېره پړسېدلې يا ډکه ساتي، دا دواړه عناصر د وزن په کمولو کې مرسته کوي، همدا شان شات او ليمو هم که حل شي او وکارول شي، نو بدن د اوبو له کمښت څخه ژغوري او اضافي وازده له منځه وړي، که دا دواړه له ډوډۍ څخه د مخه وکارول شي، نو ګټه يې لا ډېرېږي.

له موسمي ناروغيو څخه مو ژغوري:
په شاتو او ليمو کې شته اجزاوې مو له عامو موسي ناروغيو څخه ژغوري، په ليمو کې شته وټامن سي د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي او د وينې د سپينو کروياتو په جوړولو کې مرسته کوي، چې د دې پر مټ بدن له حساسيتونو پر ضد مبارزه کوي، بل لور ته په شاتو کې شته اجزاوې د ساه نل له حساسيت او ناروغۍ څخه ژغوري، لکه د مرۍ خارښ او داسې نور…

د هاضمې سيستم لپاره ګټور دي:
په مناسبه اندازه اوبه څښل د هاضمې سيستم روغ ساتي، د اوبو کموالی د قبض ناروغۍ لامل ګرځي، ليمو او شات له اوبو سره يو ځای کارول مو له قبض ناروغۍ څخه ژغوري، دا د ماشومانو لپاره هم ډېر ګټور ثابتېدلای شي.
لیکنه: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance