The news is by your side.

د ذهني فشار او خفګان پر مهال د خوراک زيانونه

که د ذهني فشار او نارامۍ پر مهال مو خوراک وکړ، نو د وزن د زياتېدو لامل کېدلای شي.
که څه هم څېړونکي له ډېر وخت راهيسې دا خبره کوي چې ذهني فشار او نارامي انسان له ولږې سره مخ کوي او ډېر خوراک ته يې هڅوي، چې په دغه حالت کې خوراک کول د وزن د زياتېدو لامل ګرځي، خو اوس دا خبره ثابته شوه، که څه هم ځينې خلک د ذهني فشار پر مهال خوراک کم کوي، خو زيات شمېر يې بيا برعکس دي.

د استراليا په ښار (ډارلنګ هرسټ) کې د (ګارون انسټيټيوټ اف ميډيکل ريسرچ) د څېړنو پر بنسټ د خفګان او ذهني فشار له امله د (انسولين) دماغي کار زياتېږي چې له امله يې د انسان وزن زياتېږي. همدا شان که د ذهني فشار پر مهال زيات (کيلوري) درلودونکي خواړه وخوړل شي، نو وزن ډېر ژر زياتولای شي.

د طب پوهانو په وينا د ذهني فشار درلودونکو ناروغانو خوراک متوازن نه وي او د خوړو انتخاب يې هم بدلېږي، هغوی هغه خواړه ډېر خوري چې (کيلوري) په کې په زياته اندازه شتون ولري.

د دې خبرې ساينسي لامل دا دی چې د ذهني فشار (ډېپرېشن) او خفګان پر مهال له بدن څخه د (کارټيسول) په نوم هارمون افرازېږي، چې له امله يې ولږه زياتېږي او د انسان زړه تروشو، چکني درلودونکو او غوړو خوړو ته کېږي، چې (د ذهني فشار خوراک) نومېږي، د دې ناروغۍ نښې، کيفيت او کچه د انسانو تر منځ توپير هم کولای شي.

په داسې حالت کې انسان ړوند خوراک کوي، چې له امله يې د بدن وزن زياتېږي، ډاکټران وايي چې د ذهني فشار او خفګان پر مهال ځان پوره مه مړوئ او لږه ولږه پر ځای تېره کړئ او ژر تر ژره له ذهني فشار او خفګان څخه د ځان ژغورلو لاره غوره کړئ، ځکه چې دا نه يوازې د روغتيا لپاره زيانمن دي، بلکې د دماغو لپاره هم ډېر زيان لري.
لیکنه: فیاض حميد

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance