د ليمو اوبه، د هرې ناروغۍ درملنه
که موږ چېرې د الله له لوري راکړل شوي نعمتونه وپېژنو او له مخې يې خپل خوراک څښاک متوازن وساتو، نو هېڅکله به ناروغه نه شو، همداشان تاثير د ليمو په اوبو کې هم دی، چې نه يوازې له ګرمۍ مو ژغوري او بدن مو يخوي، بلکې هره ورځ يې له اوبو سره څښل انسان له ګڼو ناروغيو ژغوري، په ليمو کې د وټامن بي، وټامن سي، پوټاشيم او کاربوهایدريتونو سربېره نور ګڼ شمې مواد هم شتون لري چې د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي.
د ليمو اوبه د انتي اکسايدنتونو کار هم پر مخ وړلی شي، د ليمو اوبه ميټابولېزم ښه کوي او بدن ځواکمنوي، همدا شان له بدنه زهرجنې مادې هم پاکوي، که هره ورځ دوه ګيلاسه اوبه د ليمو له اوبو سره تر يوې اوونۍ وڅښل شي، نو لاندنۍ ګټې لري:
د نس ستونزې هواروي:
ليمو ترش وي، چې د هاضمې سېستم ښه کوي او د نس ګاز له منځه وړي، په دې کې پوټاشيم هم شته، چې په بدن کې د مالګې کچه کنترولوي، يو څو ورځې د ليمو اوبه څښل د نس پړسېدو او د نس ګازو ستونزه له منځه وړي.
رېزش مو له منځه وړي:
ترشې مېوې لکه ليمو په زياته کچه وټامن سي لري، دا يو داسې جز دی چې رېزش کموي يا يې له منځه وړي، خو ګټه يې هغه وخت ليدلی شئ، چې د زيات وخت لپاره د ليمو اوبه وکاروئ.
د بدن وزن کموي:
په يوه څېړنه کې ښودل شوې چې په ليمو کې شته يو جز چې (پولي فينول) نومېږي، اضافي چربي له منځه وړي، دوه اوونۍ استعمال يې ستاسو په وزن کې لږ تر لږه نيمه کيلو کمښت راوستلی شي.
د پوستکي دانو راختلو مخه نيسي:
د ليمو اوبه زموږ په پوستکي کې شته تيزابي اثر کموي چې له امله يې د دانو راختلو مخه نيول کېږي، د ليمو پر اوبو مخ مساجول د پوستکي ښکلا او پاکوالی لپاره ښه ګټور تمامېدلی شي.
د خوړو مسموم کېدل:
د سفر پر مهال ليمو هرو مرو وکاروئ، چې د خوړو له مسموم کېدو مو ژغوري.
ستړيا او په بدن کې درد:
د ليمو اوبو څښل د بدن په ځانګړو برخو کې درد له منځه وړي، بېخوبي او ستړيا مو هم پايته رسوي.
سوزش پايته رسوي:
دا چې په بدن کې سوزش د تېزابو اثر وي، نو ليمو کې دا ځانګړنه شته چې د بدن تېزابيت کنترول کړي.
له ورزش وروسته ستړيا:
تر ورزش وروسته د انسان بدن درد پيدا کوي او په عظلاتو کې يې شخوالی پیدا کېږي، چې د ليمو اوبه دغه ستونزه ختمولی شي.
د بندونو درد له منځه وړي:
د ليمو اوبه زموږ په بدن کې د (يورک اسید) کچه راټيټوي او د بندونو درد له منځه وړي.
له ناروغېدو مو ژغوري:
وټامن سي د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي چې وټامن سي په ليمو کې ډېر زيات شتون لري، همدا لامل دی چې د ليمو اوبه څښل مو له موسمي ناروغي ژغوري.
اوار پوستکی:
ليمو له انتی اکسايدنتونو څخه دک دی، چې په بدن کې زيان رسوونکي اجزاوې له بدنه خارجوي، چې د پوستکي د ژورو کرښو او د پوستکي د نورو ستونزو راپیدا کولو لامل ګرځي. په پرلپسې ډول دوه اوونۍ استعمال يې ستاسو رنګ پاک او ځلېدونکی کوي.
فیاض حمید