د تاوتریخوالي دوام د سولې تړون ته نا ژمنتیا ښیي
خبریال وېب پاڼه/امریکایي سناتورانو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د تاوتریخوالي دوام د طالب اورپکو لخوا د سولې تړون ته نا ژمنتیا ښيي.
د امریکا محتحده ایالاتو یو شمېر سناتوران وایي د تاوتریخوالي دوام ښیي چې د سولې هوکړه نه عملي کېږي او زیاتوي چې طالبان که غواړي یاده پروسه بریالۍ شي نو باید ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د امریکا مرستیا وزیر د دغه هېواد سنا مجلس ته ویلي وو چې که طالب اورپکي د سولې هوکړې ته ژمن پاتې نه شي، دوی به د سولې په شوي تړون له سره غور کوي. نوموړي همداراز زیاته کړې وه چې موږ هیله درلوده چې طالب اورپکي به تر اوسه په خپلو بریدونو او تاوتریخوالي کې کمی راولي چې په وینا یې تر اوسه نه یوازې کمی نه لیدل کېږي بلکې لا زیات شوي دي.
له امریکا سره د طالب اورپکو د سولې له تړون را په دېخوا دغې وسله والې ډلې په افغان ځواکونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او تر اوسه یې سلګونه ملکي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ عمومي قومندان سکاټ مېلر هم په یوه بیان کې طالب اورپکو ته ګواښ کړی ؤ چې که په خپلو بریدونو کې کموالی را نه ولي، دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ ته را ودانګي.
وړمه ورځ د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په یوه بیان کې وویل چې د روژې په تېرو لسو ورځو کې ترهګرو ۴۳ ملکیان په شهادت رسولي او څه د پاسه ۷۳ نور یې ټپیان کړي دي. د دغه کمیسین خبرپاڼه وایي چې په وژل شویو کې لویه برخه ښځې او ماشومان دي او زیاتوي چې په تاوتریخوالي کې هېڅ کمی نه دی راغلی.
د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ایلیوت انګل په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه کړې او له مخې یې تاوتریخوالی باید کم شوی وی، خو دغې اورپکې ډلې په دې وروستیو کې خپلې جګړې شدیدې کړې دي. دوی زیاتوي چې طالبان که د سولې روان بهیر کامیاب کېدل غواړي، نو په تاوتریخوالي کې د په تدریجي توګه کمی راولي.
د سرچینې په وینا که طالب اورپکي جګړې ته همداسې دوام ورکړي، نو دا شک به په یقین بدل شي چې طالبان د سولې هوکړې عملي کېدو ته ژمن نه دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.