The news is by your side.

کرونا د هوايي چلند ادارې ته ۲۵ میلیونه ډالره زیان اړولی

خبریال وېب پاڼه/ ټرانسپورټ وزارت وايي، د کرونا ویروس له امله هوايي چلند او هوايي شرکتونو ٢٥ میلیونه ډالره ته زیان رسېدلی دی.

د هوایي چلند د عوایدو برخې کچې هم د پام وړ کموالی موندلی او دوو کورنیو هوایي چلند سترو شرکتونو ګڼ شمېر مالي زیانونه لیدلي دي.

د ټرانسپورټ وزارت وايي، چې د هوايي چلند ادارې ته ډېر زیانونه هم د عبوري پروزاونو له امله اړول شوي دي او اوس مهال ځینې عبوري یا د تېرېدنې پروازونه د افغانستان خاورې څخه په یوه شپه او ورځ کې پنځوسو ته راټیت شوي دي.

د سوداګرۍ خونې هم له حکومت څخه غواړي چې د هېواد هوايي شرکتونو نه ماتېدو لپاره هوايي چلند سره مرسته وکړي.

بل لور د کرونا له امله د هېواد خصوصي برخې ته هم یو نیم میلیارده ډالره زیان اوښتی.

د سوداګرۍ خونې ویلي، د کرونا ویروس د پراخوالي له کبله راکړه ورکړه له ستونزو سره مخ شوې او دا د دې لامل شوی چې اتیا سلنه تولیدي کارخانې له فعالیت لاس په سر شي.

د کرونا ویروس د هېواد اقتصاد ته له تولید څخه نیولې تر سوداګرۍ او ټرانزېټ پورې زیان رسولی دی.

ډېری تولیدي کارخانو د کافي اندازه اومه توکو نشتون او د لارو تړل کېدو له امله فعالیت درولی دی.

بل خوا د قرنطین له پیل څخه تر دې دمه هغه هوایي دهلېزونه چې له لارې یې محصولات بهر ته صادرېدل تړلي دي.

له دې وړاندې نړیوال بانک خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان اقتصادي وده به د کرونا ویروس له امله صفر شي او تر منفي پنځه سلنه به تجربه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance