امریکا کې پر بیزوګانو د واکسین آزمایل هیله بښونکي بلل شوي
خبریال وېب پاڼه/د امریکا د روغتیا ملي انستیتیوت لخوا پر شپږو بیزو ګانو باندې د کویډاـ۱۹ واکسین آزمایل شوي دي.
امریکا کې د دغه هېواد د روغتیا ملي انستیتیوت لخوا پر شپږو بیزو ګانو چې د معافیت سیستم یې له انسانانو سره تر ډېره ورته والی لري، آزمایل شوي او ویل کېږي چې تر ډېره هیله بښونکي وو.
د متحده ایالاتو د روغتیا له ملي انستیتیوت سره د واکسینو د ازمایښت په دغه بهیر کې د آکسفورډ پوهنتون څېړونکې ډلې هم همکاري کړې ده. تر دې وړاندې په بریتانیا کې پر اسنان باندې د لومړي ځل لپاره د کورونا ویروس ضد واکسینو آزموینه شوې وه چې مثبت او یا منفي معلومات یې لا هم په ډاګه شوي نه دي.
کرونا اوس په یو نړیوال ناورین بدله شوې ده او د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په څه د پاسه ۱۰۵ ډوله واکسین جوړولو باندې کار روان دی چې تمه ده د همدې روان زیږدیز کال تر پایه چمتو او په ټوله نړۍ کې تیت شي.
یو شمېر نړیوال روغتیا پالان وایي چې کویډاـ۱۹ ښایي د تل لپاره پاتې شي خو د روغتیا نړیوال سازمان او ځینې نور هېوادونه وایي چې د واکسینو په جوړولو سره به دغه ویروس د ځمکې له سر خپله لمن ټوله کړي.
په امریکا کې په رزوس بیزګانو باندې دغه واکسین آزمایل شوي دي او ویل کېږي چې د کرونا ویروس پر وړاندې یې مصؤنیت ورکړی دی، خو لا هم بشپړ ډاډ نشته چې پر انسان به یې هم آزموینه مثبته وي او کنه.
د معلوماتو له مخې رزوس بزوګان د آسیا په په جنوب، ختیځ او جنوب ختیځو سیمو کې تر ډېره له انسان سره ورته د معافیت سیستم لري. په افغانستان کې هم مرزوس بیزګان شته دي.
دمګړۍ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا واکسین تر پروسس لاندې دي او په یو شمېر هېوادونو کې لا وار د مخه ځینو رضاکارانو د ازموینې لپاره خپل نومونه راجستر کړي دي. په بریتانیا کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو د کویډا نولس ویروس ضد واکسینو د آزمایښت لپاره نومونه ثبت کړي او خپل چمتووالی یې ښودلی دی.
د آسیا په کچه هم دهندوستان په ګډون یو شمېر هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د کرونا وبا ضد واکسین جوړ کړي. تېره ورځ د امریکا ولسمشر ټرمپ هم په خپله وینا کې د هند د هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې له امریکا سره به د دوی ګډه مبارزه رنګ راوړي او بریالي واکسین به جوړ کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.