The news is by your side.

د بین‌ الافغاني خبرو پيل لپاره د یوې نېټې پر ټاکلو بحث

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د دفاع وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، ښه به دا وي چې بین الافغاني خبرې هغه مهال پيل شي چې یو شمېر امریکايي سرتېري افغانستان کې شتون ولري.

د افغان سولې له پاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي چې د بین الافغاني خبرو لپاره نوې نیټه تر بحث لاندې ده.

خلیلزاد خبریالانو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې ویلي دي، ښه به وي چې دا بحث هغه مهال پيل شي چې یو شمېر امریکايي سرتېري په افغانستان کې شتون ولري خو د افغانانو خپل منځي خبرې باید ژر تر ژره پيل شي.

خلیلزاد یو ځل بیا ټينګار کړی دی چې د امریکا د ارزونو په بنسټ په کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه د داعش ډلې کار دی او که چېرې د افغانستان حکومت د دې بریدونو په تړاو د امریکا د تازه ارزونو په اړه کوم مخالفت ولري امریکا ورته سترګې په لاره ده.

خلیلزاد له غني او عبدالله څخه غوښتنه کړې ده چې باید یوه پراخه حکومت جوړ کړي.

دی له دولت او طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د زندانیانو خوشې کېدو سره د افغانانو خپل منځي خبرو پيلېدو ته ګړندیتوب ورکړي.

خلیلزاد مني چې د زندانیانو خوشې کېدل او تاوتریخوالي دوه هغه سترې ستونزې دي چې د افغانانو خپل منځي خبرو پر وړاندې پراته خنډ شوي دي خو د لرې کېدو له پاره یې هڅې روانې دي.

په ورته مهال پنټاګون ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر بنسټ امریکایي ځواکونه له افغانستان څه بهر کیږي.

د امریکا دفاع وزارت همدارنګه ویلي، چې دوی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمولو ته دوام ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance