The news is by your side.

خلیلزاد دې د طالبانو د سپینولو پر ځای سولې ته کار وکړي

خبریال وېب پاڼه/یو شمېر نړیوالې رسنۍ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له طالب اورپکو په ملاتړ او د خپلې هوکړې پر ستاینه تورنوي.

د واشنګټن ایکزماینز په نوم یوې غربي رسنۍ په یوه مقاله کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد باندې توندې نیوکې کړې دي او نوموړی یې د طالب اورپکو په ملاتړ او د افغان حکومت پر وړاندې د منزوي کولو په دریځ تورن کړی دی.

ایکزمایز نشریې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي دي چې زلمی خلیلزاد په دې وروستیو کې د طالب اورپکې ډلې لپاره په نړیواله لابۍ لګیا دی او هڅه کوي افغان حکومت چې د دغې وسله والې ډلې پر وړاندې د جنګېدو مسؤلیت په غاړه لري، منزوي کړي او ترهګر طالبان سپین وښیي.

دوی پر زلمي خلیلزاد غږ کوي چې د دې ډول مشروطو او بې ځایه هڅو پر ځای دې د سولې لپاره کار وکړي او افغانستان دې له اوږد جګړه ییز بحران څخه وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان ته د خلیلزاد سفرونه زیات شوي دي او د دغه هېواد د پوځ له مشر سره یې څو لیدنې کړې دي چې د ځینو لیدنو جزیات یې هم رسنیز شوي نه دي. تر دې وړاندې هم خلیلزاد پاکستان ته زیات سفرونه کول او د شنونکو په باور نوموړی له پاکستاني لوري سره د طالبي پرژې پر ادلون او بدلون خبرې کوي تر څو د افغان کشالې لپاره یې یو نوي ماموریت ته را وبولي.

تېره اونۍ زلمي خلیلزاد هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو څخه وغوښتل چې له طالبانو سره مستقیمه اړیکه ټینګه کړي او خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي. تر دې وړاندې هند په ځلونو ویلي وو چې دوی د افغان سولې له خبرو څخه د افغان حکومت په مشرۍ هرکلی کوي او له طالبانو سره چې د پاکستان له ملاتړ برخمن دي، د خبرو کولو لېوالتیا نه لري.

ایکزماینز وړاندې په خپله مقاله کې لیکي چې خلیلزاد هڅه کوي د خپلې کړې هوکړې په ستاینه وخت تېر کړي او په دې سره د طالب اورپکو لخوا ټولو ترهګریزو فعالیتونو او خونړیو بریدونو ته برأت ورکړي. سرچینه زیاتوي چې طالب اورپکي د تړون مخینه نه لري نو له همدې کبله ښایي هېڅ تړون ته ژمن پاتې نه شي.

یادې شوې نشریې له هند څخه د افغان سولې لپاره د هند را بلل هم نا معقول دریځ بللی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance