The news is by your side.

د پښتون ژغورنې بل فعال مشر ته د ISI مرګوني ګواښونه

خبریال وېب پاڼه/د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د بشري حقونو فعال ډاکتر سید عالم ته هم د پاکستان د څارګرې ادارې لخوا د خطر زنګونه پیل شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال غړی او مشر ډاکتر سید عام مسید وایي چې له تېرو څه د پاسه ۱۵ ورځو را هیسې ورته له نا پېژنداندو شمېرو زنګونه وهل کېږي او ګواښ ورته کوي چې له سرو کرښو اوښتی یې.

دا لوموړی ځل نه دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او فعال غړي ته د پاکستان د څارګرې ادارې لخوا غیر مستقیم ګواښ کېږي، تر دې اندې یې د دغې غورځنګ نورو مشرانو او فعالو ځوانانو ته هم ورته ګواښونه کړي وو او له دوی څخه یې ډېری فعالان شهیدان کړي هم دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له څه د پاسه دریو کلونو را هیسې د ډیورنډ تپل شوې کرښې په دواړو غاړو ته پرتو پښتنو ته ټول بشري او امني حقونه غواړي چې تر ډېره د آی اېس آی څارګره اداره پکې پړه بلل کېږي.

ډاکتر مسید وایي چې له نا معلومو شمېرو څخه ورته زنګونه وهل کېږي او ګواښ کوي چې نور له سرو کرښو اوښتی یې او پر مسایلو باندې خبرې مه کوه، کنه له بد برخلیک سره به مخ شې.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه د عارف وزیر افغان د شهادت میاشت لا پوره شوې نه ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل فعال غړي ته د ترهګر سالا ریاست لخوا د خطر زنګ وهل کېږي. شهید عارف وزیر ته هم وار له مخې ویل شوي وو چې له مرګوني برخلیک سره مخ دی او ډېر ژر به پرې واوړي.

موده مخې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین په یوه مرکه کې وویل چې د پاکستاني ریاست لخوا هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې چې دوی خپل فعالیتونه محدودوي، د دغه غورځنګ مشران په نښه کېږي او په شهادت رسول کېږي. وړم کال هم د عارف وزیر په کورنۍ باندې برید کې د نوموړي دوه مشران وروڼه او یو شمېر نور کسان په شهادت رسېدلي وو.

ډاکتر سید عالم په یوه خپاره کړي پیغام کې وایي چې له زنګ وهونکو کسانو څخه د سرو کرښو د کراس کولو څرنګوالی پوښتم، خو په وینا یې دوی ورته وایي چې ته ډېر غږېدلی یې، نور دې نه اورو او وخت دې هم پوره دی.

دغه پښتون فعال د پېښور په حیات آباد سیمه کې اوسېږي او روغتیایي خدمتونه مخته وړي خو تر څنګ یې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره هم د بشري حقونو فعالیتونه کوي.

تېره میاشت د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غړي علي وزیر ته هم د خیر پښتونخوا پولیسو ویلي وو چې د طالبانو لخوا له خطر سره مخ دی خو وزیر یې په ځواب کې ویلي وو چې که په ده باندې هر څه کېږي، پړه به یې په ریاست وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance