The news is by your side.

امریکا کې کرونا ۱۰۴ زره وژلي، اوس لاریونونه هم شدید شوي

خبریال وېب پاڼه/په امریکا کې د کونا وبا له امله څه د پاسه ۱۰۴ زره کسان مړه شوي دي، اوس په دغه هېواد کې لاریونونه هم په تاوتریخوالي اوښتي.

امریکا د خپلو وروستیو څو لسیزو تر ټولو ویرجن حالت تجربه کوي. په دغه هېواد کې د کرونا وبا تر اوسه تر ۱۰۴ زره کسان وژلي دي او اوس په کې لاریونونه هم په تاوتریخوالي اوښتي دي.

وروسته له هغه چې تېره اونۍ په امریکا کې د یوه سپین پوستي پولیس لخوا د جورج فلوید په نوم یو افریقاي توکمی تورپوستی په عمومي محضر کې تر شکنجې وروسته ساه ورکړه، اوس د امریکا په ګڼو ایالتونو کې زرګونه کسان لارو کوڅو ته را وتلي دي او د وژل شوي تور پوستي پر وړاندې د حکومت د توپیري چلند غندنه کوي.

که څه هم امریکایي لوړ پوړي چارواکي دا یو فردي جرم بولي او د تور پوستیو لخوا د غندنې او را پارېدنې دریځ ردوي خو اوس په یو شمېر ایالتونو کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي چې یو شمېر پولیس او لاریون کوونکي په کې ټپیان شوي هم دي.

دا لومړنۍ پېښه نه ده چې په امریکا کې د تور پوستو پر وړاندې د توپیري چلند له امله کېږي، په تېر کې هم امریکا کې ورته پېښې شوې وې چې له توندو غبرګونونو سره مخ شوې وې.

تور پوستي د امریکا د نفوس یوه نسبتاً لویه برخه تشکیلوي چې د تاریخ په اوږدو کې دوی د غلامۍ او سقیله کارونو کولو مخینه لري اوږده موده مخکې تور پوستو هم د نورو اتباعو په څېر خپلواکي واخیسته او له ټولو هغو حقوقو څخه برخمن شول چې نور سپین پوستي ترې برخمن دي. بارک اوباما د تور پوستو له توکمه د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر ؤ.

په دې وروستیو کې امریکا تر سختو فشارونو لاندې راغلې ده او یو شمېر لوړ پوړي امریکایي سیاسیون د دې ټولو بحرانونو پړه پر ټرمپ اچوي او نوموړی یو ناکاره ولسمشر ګڼي. په دې برخه کې د امریکا را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نوماند جو بایډن او پخوانی ولسمشر بارک اوباما د یادونې وړ دي. دوی دواړو په ځلونو پر ولسمشر ټرمپ سختې نیوکې کړې دي او نوموړی یې د کرونا وبا له امله د زرګونو امریکانو په مړینه کې پړ ګڼلی دی.

د روانو قهرجنو لاریونونو له امله امریکایي چارواکو شاوخوا ۱۳ زره د ملي ګارډ سرتېري عامه واټونو ته د دغې لاریونونو د قابو کولو لپاره را ویستلي دي. په ورته وخت کې چارواکي وایي چې د دې لاریونونو تر شا د ځینو سیاسي دسیسو احساس کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance