The news is by your side.

نن د افغانستان په ۱۱ کسیزه لوبډله کې څوک غواړئ؟

خبریال ډاټ کام: ټاکل شوې ده چې نن د مارچ پر شپږمه نېټه به د کابل پر وخت د غرمې پر یوه بجه د افغانستان او آیرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل شي.

په لومړیو کې ویل کېدل چې دا لوبلړۍ به د ماښام پر شپږو بجو پیل شي،خو په لوبغالي کې د لایټ سېستم د نه شتون له کبله د دې سیالیو وخت بیرته تغیر شوی د او د غرمې یوه بجه ورته پلان شوې ده.

دغه درې شل اوریزې لوبې د افغانستان په کوربه توب د هند پر ګریټر نویډا لوبغالي کې نن پیلیږي د دغه لوبغالي اجازت نامه افغان کرکټ بورډ ته له سختو جنجالونو وروسته ورکړل شوه، خو په دې شرط چې د ماښام وروسته به سیالۍ نه ترسره کيږي.

د ایرلینډ خلاف سیالیو ته د افغانستان ۱۵ کسیزه لوبډله د غوراوي کمېټې له لوري د فبرورۍ پر ۲۶ مه نېټه اعلان شوې ده چې پکې تر ډیره یو شمېر ځوانو او سینیر لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی.

په افغان لوبډله کې شامل لوبغاړي: لوبډلمشر اصغر افغان،
راشد خان، محمد نبي، سمیع الله شینواري، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، رحمان الله ګربز، عثمان غني، کریم جنت، حضرت الله ځاځی، مجیب الرحمان، شاپور ځدراڼ قیس احمد، نوین الحق او عظمت الله عمرزی.

په دغې پنځلس کسیزه لوبډله کې پخوانيو لوبغاړو ته چې ډیری وخت د ملي لوبډلې څخه لیرې پاتې شوي دي هر یو سمیع الله شینواري، شاپور ځدراڼ او عثمان غني ته هم چانس ورکول شوی دی.

نن به د افغان لوبډلمشر اصغر افغان او د ټولو روزونکو په خوښه له دغو ۱۵ لوبغاړو څخه یوازې ۱۱ غوره لوبغاړي د ایرلینډ خلاف سیالۍ ته غوره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې دا درې واړه سیالۍ به د ملي ټلویزیون له لاري په هیواد کې خپرې شي.

پرون د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم په یوې مرکه کې وویل، چې لوبډلمشري ورته یو چېلنج دی او هغه هم قبول کړی دی.

اصغر افغان: دوهم ځل لوبډلمشري راته یو چېلنج دی

اصغر افغان خبر ورکړی دی چې د آیرلینډ خلاف سیالیو ته افغان لوبغاړو بشپړ تمرینات کړي دي او لاهم ورته په تیاریانو بوخت دی د هغه پر وینا لوبغاړي دغې سیالۍ ته په بشپړه توګه اماده دي.

د اصغر افغان پر وینا د آیرلینډ کرکټ ملي لوبډله کمزورې نه ده او نه هم ورته د کمزوري لوبډلې په توګه کتلی شي ځکه چې دواړه فولمببر یا بشپړ غړیتوب لرونکي لوبډلې دي او حتما به قوي بریښي.

د دې سیالیو کوربه توب افغانستان په غاړه لري او ټول لګښت یې هم د افغانستان کرکټ بورډ په غاړه اخیستی دی ځکه چې پخوا یادې سیالۍ د ایرلینډ کرکټ بورډ له لوري لغوه اعلان شوې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.